Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
دا ئې چې واوريدل نو حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً د خپلې غلطئ نه توبه کړه او عرض ئې اوکړو: ما ته پته اولګيده چې ستاسو درجه په هر حال کښې زما د درجے نه اوچته ده، تاسو يقيناً زما د هر راز نه خبر ئې خو زه ستاسو د منصب نه خبر نه يم.[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې مونږ ته په پير باندې هيڅ قِسمه اعتراض نه دي کول پکار، د څه مقام او منصب په حاصليدلو باندې دا هم ياد ساتل پکار دي چې هر څه زما د پير عطا ده ځکه چې کوم مُريد څه نعمت د خپل پير عطا نه ګنړي اکثر د شيطان په لاس د هغه انجام بَد وي، هم دغسې
د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو مُريد دا اوګنړل چې زه کامِل شوے يم او اوس ماته د پير په صحبت او خِدمت کښې د پاتې کيدو هيڅ حاجَت نشته بلکه زما د پاره ځانله اوسيدل بهتر دي. بس هغه ګوشه نشين شو [يعنې يو طرف ته شو] او د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضريدل ئې پريښودل. يوه شپه هغه اوليدل چې څه خلقو يو اوښ راوستے دے او هغه ته وائي چې هغوئي د ده د بوتللو د پاره راغلي دي د پاره د دې چې دا شپه په جنّت کښې تيره کړي، هم دغسې هغه خلقو هغه په اوښ باندې کښينولو تر دې چې يو داسې ځائے ته اورسيدل کوم چې ډير ښکلے وو، د هغه ځائے هر يو څيز د حُسن نه ډَک وو، د مزيدارو خوراکونو سره سره د خوږو اوبو چينې هم روانې وې. هغوئي تر سحره پورې د هغه