Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

صحبت نصيب شوے وو، د کوم په برکت چې هغوئي د شروع نه نيک پرهيزګاره، عبادت ګزاره وو. د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والد صاحب حضرت محمد بن جنيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د شيشې تجارت کولو، په شروع کښې به حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم دغه کار کولو.

       په هٰغه ورځو کښې د هغوئي دا معمول وو چې سحر به ئې کله خپل دکان ته تشريف يوړلو نو پرده به ئې راښکته کړله او 400 رکعته نفل به ئې ادا کول.[1]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے انداز دے، د الله پاک نيک بندګان ډير د کمال نه ډَک وي، د هغوئي هره ادا ډيره ښكلي وي، تجارت، کار، نوکري وغيره کول دا زمونږه ضرورتونه دي خو افسوس! مونږه په دې ضرورتونو کښې پريوځو او د ژوند اصل مقصد هير کړو، زمونږ د ژوند اصلي مقصد څه دے؟ د الله پاک عبادت کول، رَبِّ کائنات کوم چې مونږه پيدا کړي يو، د خاورې نه ئې ژوندے انسان جوړ کړو، هغه قادِر او قَيّوم رَبّ پخپله فرمائي:

وَ مَا خَلَقۡتُ الۡجِنَّ وَ الۡاِنۡسَ  اِلَّا لِیَعۡبُدُوۡنِ (۵۶)  (پارہ:27 ، سورۂ الذاریات:56)

مفهومترجَمۀ کَنزُ العرفان: او ما پيريان او انسانان دې د پاره پيدا کړل چې زما عبادت اوکړي.

خوراک، څښاک، اغوستل، مال و دولت وغيره دا ټول زمونږه د ژوند ضرورتونه دي، عِبَادت د ژوند اصلي مقصد دے، اوس چې مونږه د لږ ساعت


 

 



[1]... شرح شجرۂ قادریہ رضویہ عطاریہ، صفحہ:73 بتغیر قلیل ۔