Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

د پاره غور اوکړو: مونږه د ژوند ضرورتونو له څومره وخت ورکوؤ او د ژوند مقصد يعنې د عبادت د پاره څومره وخت ورکوؤ؟ د خپلو 24 ګهنټو هم کله جاج واخلو. کيدے شي چې زمونږه د ژوند زياته حِصَّه په ضرورتونو پسې په منډو وهلو تيريږي، آه! د دُکاندارئ، نوکرئ او کاروبار په چکر کښې لمُونځونه خو قضا کولے شي خو د ژوند مقصد (مثلاً د لمُونځ) د پاره د کاروبار قرباني هم څوک کمه ورکوي. آه! زمونږه تجارت، کاروبار، نوکري وغيره مونږه د الله پاک د ذِکر، د هغه د ياد او عبادت نه غافِله کوي، کاش! چې داسې نه کيږي...!! الله پاک په قرآنِ کريم کښې مونږ ته حکم کوي:

یٰۤاَیُّہَا  الَّذِیۡنَ  اٰمَنُوۡا  لَا تُلۡہِکُمۡ اَمۡوَالُکُمۡ  وَ لَاۤ  اَوۡلَادُکُمۡ عَنۡ ذِکۡرِ اللّٰہِ ۚ وَ مَنۡ یَّفۡعَلۡ  ذٰلِکَ  فَاُولٰٓئِکَ ہُمُ الۡخٰسِرُوۡنَ (۹)  (پارہ:28 ، سورۂ منافقون:9)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والؤ ستاسو مال نه ستاسو اولاد هيڅ څيز دې تاسو د الله د ذِکر نه غافِله نکړي او څوک چې داسې اوکړي هغه خلق په نقصان کښې دي.

په تفسيرِ صراط الجنان کښې د دې آيت لاندې دي: (يعنې) اے ايمان والؤ! د منافقانو په شان ستاسو مال او ستاسو اولاد دې تاسو د الله پاک د ذِکر نه غافله نکړي او څوک چې داسې اوکړي چې په دُنيا کښې مشغول شي او دين هير کړي، د مال په مينه کښې د خپل حال پرواه اونکړي او د اولاد د خوشحالئ د پاره د آخِرت د راحت نه غافِله اوسي نو هم داسې خلق په نقصان کښې دي.[1]


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:28، سورۂ منافقون، زیرِ آیت:9، جلد:10، صفحہ:171۔