Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

د ماسخُتن د لمَانځه نه پس به ئې په اهمو معاملاتو غور، د دين د خادمانو، د رضا د خادمانو ديني مشورې * د جُمات او د مدرسې د جوړولو منصوبو، تر دې چې شپه به ښه پوره تيريدله، ټوله ورځ به ستړو شوؤ طالب علمانو مُطالعه اوکړله او اوده به شو، خو د هغوئي  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کارونه به نه ختميدل نو د شپې تر ناوخته پورې به ئې مطالعه جاري ساتله.[1]

      د هغوئي خوراک به ساده او کم وو * په کور کښې چې به څه پاخه شول هم هغه به ئې خوړل، د څه خاص خوراک فرمائش به ئې کله هم نه کولو * په ډوډو په شكرئ کښې چې به کومه ډوډئ بره پرته وه هغه به ئې خوړله د لاندې نه به ئې ګرمه ډوډئ نه راويستله * عموماً د يو وخت خوراک به ئې لږه شان ترکاري او يوه ډوډئ وه، کومه چې به ئې ښه ميده کوله او خوړله به ئې او فرمائيل به ئې ډوډئ ښه ميده کوئ او خورئ ئې، د غاښونو کار د معدې نه مه اخلئ * د معمول نه بغير به ئې خوراک نه کولو هم دا وجه ده چې د هغوئي خيټه چرې هم خرابه نه شوه * د خوراک په مينځ کښې به ئې اوبه څښلې که چرې د خوراک نه پس به د اوبو ضرورت محسوس شو نو وروستو به ئې ساده نوړئ ضرور خوړله * ډير صفا لوښي به ئې استعمالول * هغوئي به اخبار نه لوستلو، که چرې څه په خاص وجه به اخبار کتل وو نو اول به ئې په هغې باندې د موجودو د ساه لرونکو ځناورو تصويران په سياهئ مسخ کول * د پيزار په ښپو کولو، ويستلو، جُمات ته د ننوتلو او د جُمات نه د وتلو د آدابو به ئې پخپله ډير خيال ساتلو او نورو ته به ئې هم د پابندئ د پاره وئيل * په خبرو اترو کښې به ئې اکثر د عربئ لفظونه نَعَم (آؤ جي) او طَيَّب (ډير ښه) استعمالول، د کومو سره چې به د خبرو مزه نوره هم زياتيدله *


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:197 خلاصۃً۔