Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

د مُحدِّثِ اَعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تَعارُف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حُضور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د اوچتې مرتبے عالِمِ دِين، ډير لوئے مُحَدِّث (يعنې د عِلمِ حديث ماهر) او کامِل ولي دے. د شَعبَانُ المُعظَّم په وړومبئ نيټه د مُحَدِّثِ اعظم پاکستان ورځ لمَانځلے شي، په دې نسبت سره به نن مونږه اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکرِ خير کولو او اوريدلو سعادت حاصلوو. الله پاک دې مونږ ته د اوليائے کرامو سره هميشه رښتنې پوخ، ديني، ايماني محبَّت ساتل، د ډير شوق او ذوق سره د هغوئي د ذِکرِ خير کولو او اوريدو توفيق رانصيب کړي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

په يوه شپه کښې 3 ځله ديدارِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

      د فيصل آباد (پنجاب، پاکستان) د يو مدني اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: چې مونږ ته زمونږه استاذ محترم قاري غلام محي الدين صاحب دا واقعه واوروله چې د قاري صاحب مشر ترۀ او د هغه يو ملګرے دواړه د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عقيدت مند وو، عام طور به د هغوئي په خِدمت کښې حاضريدل او د هغوئي خِدمت به ئې کولو، د يو ځل خبره ده، چې دا دواړه حضرات د شپې د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضر شول او د هغوئي د سر مالش کولو سعادت ئې حاصل کړو.

عام معمول دا وو چې څه وخت پس به حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله