Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

په لمُونځ کښې په ناسته د قرآن تلاوت کوي د هغه د پاره په هر حرف باندې 50 نيکئ دي او څوک چې د دې نه علاوه په اودس کښې تلاوت کوي د هغه د پاره 25 نيکئ دي او څوک چې بے اودسه تلاوت کوي د هغه د پاره 10 نيکئ دي.[1] * د قرآن تلاوت کوونکے د الله پاک د عذاب نه محفوظه وي.[2] * قرآن لوستلو والا د دې په برکت ترقي کوي او اوچتې درجے حاصلوي.[3]     

  (3) د شَعبَانُ المُعظَّم دريم اهم عبادت: نفلي روژې

دريم اهم عبادت کوم چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم کښې په خصوصيت سره کول پکار دي: ډيرې نفلي روژې نيول دي. زمونږ خوږ آقا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رمضان المُبارک نه پس د ټولو نه زيات د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم د روژو نيول خوښول. اُمُّ المُؤِمنِين حضرت عائشه صديقه، طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما د شعبان نه په بَله يوه مياشت کښې په ډيرو روژو نيولو نۀ وو ليدلے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د يو څو ورځو نه علاوه د ټولې مياشتې روژې نيولې.[4] يو ځل د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې پوښتنه اوشوه: د رمضان نه پس کومې روژې افضلې دي؟ اوئې فرمائيل: د رمضان د تعظيم د پاره د شعبان روژې نيول.[5]


 

 



[1]... احیاء العلوم، کتاب :آداب تلاوة، جلد:1، صفحہ:362۔

[2]... كنز العمال، جزء:1،جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2267۔

[3]... كنز العمال، جزء:1،جلد:1،صفحہ:259، حدیث:2289

[4]... ترمذی، کتاب:الصوم، باب:ماجاء فی وصال شعبان برمضان، صفحہ:206، حدیث:736۔

[5]... ترمذی، کتاب: زکوٰۃ، باب: فضیلتِ صدقہ، صفحہ:189، حدیث:663۔