Book Name:Muhaddis e Azam
الله پاک دې د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان مونږ ته هم رانصيب کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په آخري عمر کښې څه موده بيمار وو، په 29 رَجَبُ المُرَجَّب 1382 هجرئ په هغوئي باندې د پركالئ حالت راغے، دواړه لاسونه ئې راغونډ کړل، په خوا کښې ناستو علمائے کرامو او خادمانو ته ئې اوفرمائيل: يَا سَلَامُ زيات لولئ! په دې حالت کښې د هغوئي د هرې ساه سره د اَلله هُو، الله هُو آوازونه راتلل، په وړومبي شَعبَانُ المُعَظَّم، 1382 هجرئ د شپې په شل منټه کم دوه بجے د غې الله هُو، الله هُو د آواز سره هغوئي د دې دُنيا نه رخصت شول. (اِنَّا لِـلّٰـہِ وَاِنَّـآ اِلَيهِ رٰجِعُونَ)
هغوئي د عِلاج د پاره بابُ المَدينه کراچئ ته يوړلے شول، هغوئي هم هلته وفات شول، د هغوئي د وِصال خبر ټول ملک غمژن کړو، چا چې به هم خبر اوريدو، غمژن کيدلو به او د هغوئي د سترګو نه به د اوښکو سيلابونه تلل، د غسل او کفن سلسله په باب المَدينه کراچئ کښې اوشوه په کومو کښې چې د اهلِسُنَّت مشرانو عُلمائے كرامو شرکت اوکړو، د وصيت مطابق په کفن مبارک باندې د رِسالتِ مآب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د حُضُورِغوثِ پاك رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نومونه مبارک اوليکلے شول. د هغوئي جنازۀ مبارکه د ټرين په ذريعه د باب المَدينه کراچئ نه فيصل آباد ته راوړے شوه. په هر سټيشن باندې علمائے کرامو او