Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:  مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ  بنے آقا!                      جنت  میں   پڑوسی  مجھے  تم  اپنا   بنانا

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د لوظ پابندي سُنَّت عمل دے

      د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1) څوک چې لوظ نه پوره کوي، د هغه هيڅ ايمان نشته.[2] (2) کوم مسلمان چې د خپل ورور سره لوظ اوکړي او پوره ئې نه کړي په هغه باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے.[3]

اے عاشقانِ رَسُول! لوظ پوره کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکه سُنَّتِ انبيا دے * زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپل لوظ کلک ولاړ وو او * لوظ ماتول به ئې نه خوښولو * د نبوت د اعلان نه مخکښې يو ځل يو کَس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض اوکړو چې: تاسو اودريږئ! زه دا دے اوس راځم، هغه کَس لاړو خو واپس راتلل ترې هير شول، درے ورځې پس هغه ته بيا راياد شول، چې کله هغه هٰغه ځائے ته اورسيدلو نو د دې ليدلو سره حيران پاتې شو چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دريو ورځو تيريدو باوجود هم په هغه ځائے


 

 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]...مصنف اِبْنِ اَبِی شیبہ، کتاب: الايمان،  جلد:7صفحہ:223۔

[3]...بخاری، کتاب:جِزْیہ، صفحہ:815، حدیث:3179۔