Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

توجه ښي طرف ته لګيدلي ټيوب لائټ په لور اوګرځيدله، دا ټيوب به د څه فني خرابئ په وجه کله لګيدو او کله به مړ کيدو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټيوب لائټ مخاطِب کړو او اوئې فرمائيل: اے ټيوبه! تۀ کله لګې، کله مړ کيږي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نُور مبارک باندې ټول جهان روښانه شو او تۀ ولې ناشکره جوړيږې. خبردار! خبردار! که ته مړ شوې نو...!! د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ارشاد سره د نعرۀ رِسالت چغه شوه، ټولو حاضِرينو اوکتل چې هغه ټيوب لائټ د جلسې تر ختيمدو پورې پرله پسې لګيدلے وو.[1]

جو  نبی  کا  غلام  ہوتا  ہے                            قابلِ    احترام    ہوتا    ہے

جو   ہو اللہ  کا  ولی  اُس کا                             فیض   دنیا   میں   عام   ہوتا   ہے [2]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مُحَدِّثِ اعظم پاکستان 5 اعلٰی صِفتونه

(1) د عِلم او عمل جذبه

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اعلٰی صِفتونو کښې يو ډير ښکلے صفت دا دے چې هغوئي به د عِلم په زده کولو او په هغې باندې د عمل کولو ډيره جذبه لرله * هغوئي د دارُ العلوم منظرِ اسلام (بريلي شريف) نه عِلمِ دين زده کړو هغوئي حُجَّةُ الاِسلام مفتي حامِد رضا خان، مفتئ اعظم هند مولانا مفتي مصطفٰے رضا خان او په صدرُ الشريعه مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ګران شاګرد وو


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:263۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:440،441  ملتقطاً