Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

سُنّت خيال ساتلو. بغير د څه ناغے نه د سبقونو په لوستلو کښې مشغوله اوسيدل، کم خوراک کول، کم اوده کيدل او شپه او ورځ د عِلم په حاصلولو کښې مصروفه اوسيدل د هغوئي معمول وو.[1]

      اے عاشقانِ رَسُول! مونږ له هم په زړه کښې د عِلم او عمل شوق زياتول پکار دي. (1) حضرت ابو اُمَامه باهلي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائيل: د دواړو جهانو سردار، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په باره کښې د 2 سړو ذِکر اوکړے شو، په هغوئي کښې يو عالِم وو او بَل عبادت کوونکے، نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د عالِم فضيلت په عبادت کوونکې باندې داسې دے لکه څنګه چې زما فضيلت ستاسو په ادنٰی باندې دے، بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک، د هغه فرښتې، د آسمانونو او زمکو مخلوق تر دې چې ميږي په خپلو سوړو کښې او مهيان [کبان] خلقو ته (د دين) علم ښودونکو باندې دُرود ليږي.[2] (2)  مکي مدني سرکار، د دواړو جهانونو مالک او مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (د قيامت په ورځ به) عالِم او عبادت کوونکي راوستلے شي او عبادت کوونکي ته به اووئيلے شي: تۀ جنّت ته داخل شه او عالِم ته به اووئيل شي چې تۀ اودريږه او د خلقو شفاعت اوکړه ځکه چې تا د دوئي اخلاق ښه کړي دي.[3]

(2) عشقِ رسول

      د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ټولو نه غټه خوبي عشقِ رسول ده. د خوږ


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:38 خلاصۃً ۔

[2]... ترمذی، ابواب  العلم، باب ما جاء فی فضل الفقہ علی العبادۃ، صفحہ:632 ، حدیث:2685۔

[3]... شُعَبُ الْاِیمان، جلد:2 ، صفحہ:268 ، حدیث:1717۔