Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

د چا نه متاثره کيدل پکار دي...؟

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته يو ډير ښکلے د زدکړې مدني ګُل دے. هغه دا چې مُتَاَثِّره کيدل هم يو کار دے * د يو مذهبي راهنما نه مُتَاَثِّره کيدل * کوم چې پينځه واړه لمُونځونه په پابندئ سره د جَمعې سره په جُمات کښې ادا کوي، د هغه د اِستِقامت نه مُتَاَثِّره کيدل * كوم چې په سُنتو برابر دے * کوم چې د نيکئ دعوت عام کوي * په عِلمِ دين زده کولو کښې کوشش کوي * په مدني قافِلو کښې سفر کوي * د قرآنِ کريم تلاوت کوي، د داسې ديندارو نه مُتَاَثِّره کيدل د هر چا په نصيب کښې نه وي.

        نن سبا خو خلق * د فلمي اداکارانو د اداکارئ نه * د سندر غاړو د سندرو نه مُتَاَثِّره کيږي * څوک د چا د فيشن ايبل ويښتو ليدو سره ساړه اسويلي کوي * څوک چې غټې غټې بنګلے اوويني نو د هغې خواهش کوي * څوک د چا لوبغاړي په کارکردګئ زړه بائيلي نو * څوک په غټو عهدو لرونکو مئين شي.

       ياد ساتئ! زمونږه د چا نه مُتَاَثِّره کيدل زمونږه ذهني سطح واضحه کوي، زمونږ د زړه مائله كيدو عکاسي کوي، دې د پاره مونږ له دا هم غور کول پکار دي چې مونږه د چا نه مُتَاَثِّره کيږو. خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: رشک صرف په 2 انسانانو باندې کيدے شي: (1) په هغه کَس باندې چا ته چې الله پاک قرآن اوښودلو او هغه شپه او ورځ دا لولي. (2) په هغه کَس باندې چا له چې الله پاک مال ورکړو او هغه دا په حقه لار کښې خرچ كوي.[1]


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضائل القرآن، باب اغتباط صاحِب القرآن، صفحہ:1299، حدیث:5026۔