Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

         په يو حديثِ پاک کښې ئې اوفرمائيل: چا چې اِستِغفار په خپل ځان باندې لازم کړو، هغه به الله پاک د هر غم نه خلاص کړي، د هغه هره سخته به آسانه کړي او هغه ته به د هٰغه ځائے نه رزق عطا کړي، د چرته نه چې به د هغه ګُمان هم نه وي.[1]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د فتنو نه په دې ډَک دور کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک د دعوتِ اسلامي ديني ماحول د الله پاک لوئے نعمت دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي لمُونځ ګزاره جوړوونکے، په ټوله دُنيا کښې د سُنَّتو خوروونکے ديني تحريک دے. تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمَن اونيسئ، په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حِصَّه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال هم دے. دا وړه شان رساله د مکتبة المَدينه نه اوغواړئ او که چرې غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې Naik Amal ايپلي کيشن انسټال کړئ، په دې کښې په مختلفو نيکو اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې 30 خانے دي، هره ورځ د خپلې خوښې يو وخت مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه اخلئ، او د هغې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې په برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذِهِن جوړيږي، د زړه پاکي به


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب ادب، باب الاستغفار، صفحہ:612، حدیث:3819۔