Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ليدلے وي نو څه به پرې تير شوي وي؟ حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم چې کله دا منظر ليدلے وي نو هغوئي به څه محسوس کړي وي...؟؟

       دغه شان ئې د درد په سخته کښې په صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان باندې تيريدونکي حالت بيانول، دا محسوسيدله چې د سرکار ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په مبارک سر باندې د درد تکليف هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم محسوسوي، هم دغسې د بيان په وخت د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې حالت شو چې ژړا ئې په سلګو کښې بدله شوه او هغوئي د درس د حلقے نه پاڅيدل او دننه ئې تشريف يوړلو. د دې نه پس معلومه نه ده چې د هغوئي دا حالت تر کوم وخته پورې وو.[1]

(3) د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو اَدَب

دغه شان حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ اطهار هم ډير زيات ادب کولو. کله چې به ئې هم د يو صحابي نوم اخستلو نو ورسره به ئې رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پخپله هم وئيلو او په نورو به ئې هم وئيلو، که چرې يو طالبِ علم به حديثِ پاک لوستلو او د يو صحابي د نوم سره به ئې رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه لوستلو نو هغه به ئې حصارولو او فرمائيل به ئې: تاسو د صحابي نوم لوستلے دے، ځکه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم اووائې.[2]

کیوں نہ ہو رُتبہ بڑا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا ہے خُدائے مصطفےٰ اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا

آل  و  اَصْحابِ  نبی  سب  بادشہ  ہیں  بادشاہ        میں  فقط  ادنیٰ  گدا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا

فَضْلِ رَبّ سے دو جہاں میں کامیابی پائے گا        دِل سے جو شیدا ہوا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم ، صفحہ:62 بتغیر قلیل۔

[2]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:161۔