Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

دِين هم نه وي زده کړے * په جُمات کښې د جَمعې سره لمُونځ کول خو غټه خبره ده لمُونځونه هم قضا کوي * د ذِکر او درود په ځائے ئې په خُله باندې فضول خبرې، خندا، په ټق ټق خندا بلکه د مينې او فِسق شعرونه، فلمي سندرې، غيبت، چغلي، بهتان وغيره د ګناهونو نه ډکې خبرې وي * او پاتې شوه خبره د حيا دارئ! د دې خو هډو تپوس مه کوئ...!! سوشل ميډيا، يوټيوب، فيس بُک او په غير مسلمه معاشرو پسې بې د څه تحقيقه د تللو لالچ لکه چې زمونږه د معاشرې حيا ختمه کړې ده. دلته خو مشرانو ته د پردے او د بے پردے احکامو معلومات هم نه وي، پخپله ځان ته حيا دار وئيونکي هم د لوبو ټوقو، ورزش، لامبو وغيره د پاره يا د فيشن په طور داسې جامې اچوي په کومو کښې چې زنګونان بلکه د زنګونانو نه بره حصه مَعَاذَ الله! ښکاري، دوئي بے پرده وي او دوئي ته هډو پته نه وي. صدرُ الشريعه مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بهارِ شريعت کښې فرمائي: سَترِ عَورَت (يعنې د نارينه د پاره د نوم نه لاندې نه واخله تر د زنګونانو نه ښکته پورې اندامونه پټول) په هر حال کښې واجب دي، که هغه په لمُونځ کښې وي او که نه، که يواځې وي او که د چا سره، د څه صحيح ضرورت نه علاوه يواځې هم دومره بدن ښکاره کول جائز نه دي او د خلقو په مخکښې يا په لمُونځ کښې خو د بدن دا حصه پټول بِالاِجمَاع فرض ده.[1]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د ولي سره ملاقات ئې د زړه دنيا بدله کړله

       خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل وړومبے تعليم په ديال ګړھ کښې حاصل کړو، د ميټرک نه پس د نور تعليم د پاره ئې مرکزُ


 

 



[1]... بہارِ شریعت ،جلد:1، صفحہ:479، حصّہ:3 بتغیر قلیل۔