Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

       په تاريخِ بَغدَاد کښې دي: حضرت سيدنا داؤد طائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پرله پسې 40 کاله روژې اونيولې خو د هغوئي د اخلاص دا حالت وو چې خپل کور والا ئې هم په دې پوهه نه کړل، چې کار له به تللو نو د غرمې ډوډئ به ئې د ځان سره وړله او په لار کښې به ئې چا له ورکوله، د ماښام نه پس به کور ته راتللو او ډوډئ به ئې خوړله.[1]

(4): د شَعبَانُ المُعظَّم څلورم اهم عبادت: اِستِغفار

       څلورم اهم عبادت کوم چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم کښې پکار دے هغه تَوبَه او اِستِغفَار دے، د دې حِکمت دا دے چې د شَعبَان مياشت چې څومره د عظمت والا ده، ډيره نازکه هم ده، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا هغه مياشت ده د کومې نه چې خلق غافِله دي حالانکه په دې مياشت کښې د خلقو اعمال د رَبُّ العَالَمِين په بارګاه کښې وړاندې کولے شي.[2] په دې مياشت کښې ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام ته د هغه ټولو [خلقو] فهرست ورکولے شي د کومو چې به په راتلونکي کال کښې رُوح قبض کولے شي.[3]

      دا هم ياد ساتئ چې اِستِغفَار د شعبان سره خاص نه دے بلکه اِستِغفَار مستقل عبادت دے. د الله پاک خوږ حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه د اوسپنې په شان زړونه هم زنګ نيسي، بيا د دې صفائي په اِستِغفار سره کيږي.[4]


 

 



[1]... تاریخ بغداد، جلد8، صفحہ:345۔

[2]... مسندِ اَحْمَد، جلد:36، صفحہ:85، حدیث:21753۔

[3]... جامع صغیر، صفحہ:369، حدیث:5964۔

[4]... مجمع الزوائد، کتاب التوبہ، باب ما جاء فی الاستغفار، جلد:10، صفحہ:250، حدیث:17575۔