Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

سورلئ ته د ورختلو په وخت به ئې اَللهُ اَکْبَر وئيل او دُعائے ماثوره به ئې لوستله او کله چې به ترې کوزيدلو نو سُبْحٰنَ اللّٰہ به ئې وئيل * په ديني اجتماعاتو کښې د شرکت کولو د پاره به ئې چې نورو ښارونو ته تشريف وړلو نو هلته به ئې د اوليائے کرامو مزارونو ته حاضري کوله * د علمائے کرامو او طالب علمانو د ملاقات د پاره چې به حاضريدلو نو هغوئي ته به ئې په فراخه لاس تحفے [ډالئ] ورکولې.[1]

د وخت پابندي

د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ډيرې ځانګړې ادا دا هم وه چې د ځان سره به ئې ګهړئ نه ساتله، د دې باوجود به ئې هر کار په وخت باندې کولو او فرمائيل به ئې: د ژوند د کارونو د پاره وختونه مقرر کړئ، بيا په دې باندې عمل کوئ![2]

اے  رضا  ہر کام   کا  اِک  وَقْت ہے            دل  کو  بھی  آرام ہو  ہی  جائے  گا[3]

ټيوب لائټ اطاعت اوکړو

شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت، بانئِ دعوتِ اسلامي، حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپل مشهور کتاب فيضانِ سُنّت (وړومبي جلد) په صفحه 401 باندې ليکي: حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په جهنګ بازار ګهنټه ګهر کښې په جوړ شوي محفلِ ميلاد کښې بيان فرمائيلو. د بيان موضوع نورانيّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وه. بيان جاري وو چې تقريباً نيمه ګهنټه پس د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 


 

 



[1]... تذکرہ مُحَدِّثِ اَعْظَم، جلد:2 ، صفحہ:282-283 خلاصۃً ۔

[2]... تذکرہ مُحَدِّثِ اَعْظَم،جلد:2 ، صفحہ: 283 ۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:42۔