Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

     حضرت شيخ احمد زواوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے بزرګ تير شوے دے، د هغوئي په باره کښې راځي چې هغوئي به هره ورځ 40 زره ځل درود شريف لوستلو، فرمائي: چې زمونږه معمول دے چې مونږه ډير زيات په بارګاهِ رسالت کښې درود او سلام عرض کوؤ، د دې په برکت باندې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ ته په ويخه د مدينے د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب کيږي.[1]

(2) د شَعْبَانُ الْـمُـعَـظَّم دويم اهم عبادت: تلاوت کول

      په بعضې روايتونو کښې د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم نوم شَهرُ القُرآن کيښودے شوے دے، په يو روايت کښې دي: شَعْبَانُ الْمُعَظَّم د الله پاک په حُضور کښې عرض اوکړو: يا رَبَّ! تا زه د 2 عظمت والؤ مياشتو (رجب او رمضان) په مينځ کښې اوساتلم، زما د پاره څه دي؟ اوئې فرمائيل: ما په تا کښې د قرآن تلاوت کيښودے دے.[2] حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معمول بيانوي او فرمائي چې: څنګه به شَعْبَانُ الْمُعَظَّم راغله صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به په پوره توجه سره د قرآن په تلاوت کښې مصروفه کيدل.[3] چې د شعبان مياشت شَهرُ القُرآن (يعنې د قرآن د تلاوت مياشت) هم ده، دې د پاره په دې مبارکه مياشت کښې د قرآن ډير زيات تلاوت هم پکار دے.

       سُبْحٰنَ اللّٰہ! د قرآن د تلاوت هم څومره ځانګړے شان دے! * څوک چې په لمُونځ کښې په ولاړه د قرآن تلاوت کوي د هغه د پاره په هر حرف باندې 100 نيکئ دي او څوک چې


 

 



[1]... اَفْضَلُ الصَّلوٰۃ، صفحہ:18-20۔

[2]... لطائفِ مَعَارِف، صفحہ:186۔

[3]... لطائفِ مَعَارِف، صفحہ:186۔