Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

      دا دي هغه خلق د کومو نه چې مُتَاَثِّره کيدل پکار دي، چا ته چې الله پاک د قرآنِ کريم، د احاديثو عِلم عطا کړو او هغه په دې باندې عمل هم کوي، لمُونځونه هم کوي، روژې هم نيسي، فرائض او واجبات هم پوره پوره ادا کوي، د ګناهونو نه هم بچ کيږي، که چرې الله پاک ورله مال ورکړے دے نو د هغې [مال] حقونه هم پوره پوره ادا کوي، په فيشن پرستئ او فضولياتو کښې ئې نه لګوي بلکه د الله پاک په لاره کښې ئې لګوي. غرض: کوم چې د دين په معامله کښې مضبوط دے، د آخِرت فِکر کولو والا، د جنّت تيارئ کولو والا، دوزخ ته بوتلونکي کارونو نه بچ کيدونكے دے، مونږ له پکار دي چې د هغه نه مُتَاَثِّره شو، په هغه باندې رشک هم اوکړو، د هغه په شان د جوړيدو کوشش هم کوؤ.

ہم  پہ  نظرِ  کرم  تاجدار  ِحرم                     نیک  بن  جائیں   ہم  تاجدارِ  حرم

دردِ  عصیاں مٹے عادتِ بد چُھٹے                        شاہ ِ عرب   و  عجم  تاجدارِ  حرم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مُحَدِّثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژوند معمولات

        د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول مبارک وو چې * هغوئي به د فجر وخت شروع کيدو نه مخکښې رابيداريدل او د ضرورتونو نه چې به فارغ شو نو په ذِکر او مناجات کښې به مشغول شو * په شاهي جُمات کښې به ئې د جَمعې لمُونځ د تکبيرِ اولٰی سره ادا کولو او د سحر نه به ئې تر ماسپخين پورې بيا د ماسپخين نه تر مازديګره پورې [سبق] ښودلو * د مازديګر او د ماښام ترمينځه به ئې اِستِفتا (يعنې د پوښتلے شوؤ فتوؤ) او د خطونو جوابونه ورکول * بيا د ميلمنو سره ملاقات * د راتلونکو خلقو ډاډګيرنه * بيا