Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

شي نو دوائي خوري، خو چې په ما کله تکليف شي نو زه حديثِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لولم په کوم باندې چې ما ته آرام نصيب کيږي.[1]

      د حديث شريف په ښودلو کښې ئې يو مبارک انداز دا هم وو چې کله به په حديثِ پاک کښې د خوږ آقا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُسکا ذِکر راتلو نو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه ادا خپلولو د پاره به پخپله هم مُسکي کيدل او طالبِ علمانو ته به ئې هم هدايت کولو، که چرې د چا په شونډو باندې به ئې مُسکا اونه ليدله نو مخاطِب کولو به ئې او فرمائيل به ئې: ستا په شونډو باندې مُسکا ولې نشته؟ د رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُسکا په ادا باندې که چرې تۀ مُسکا نه کوې نو بيا به بَله کومه موقع وي؟ [2]

 ژړا ئې په سلګو بدله شوه

     د 1955 خبره ده، مُحَّدِثِ اعظم پاکستان، مولانا سردار احمد چشتي قادري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديث شريف درس ورکولو، د درس په وخت د مشکٰوة شريف هغه حديث اولوستلے شو په کوم کښې چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سر مبارک د درد او کپړې تړلو ذِکر دے. حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې حديثِ پاک باندې اوفرمائيل: کله چې د سرکار ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په سر مبارک باندې درد وو او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارک په کپړه باندې تړلے وو، هغوئي هغه وخت په منبر باندې تشريف فرما وو، د سر درد د زياتوالي په وجه چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په کپړه باندې سر تړل کله يارِ غار حضرت صديقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ليدلي وي نو څه حال به ئې وو؟ چې کله حضرت فاروق اعظم


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:153 خلاصۃً۔

[2]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:61 ۔