Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت د هغوئي په رَګ رَګ کښې پروت وو.

     منقول دي: مَنْ اَحَبَّ شَیْئاً اَکْثَرَ ذِکْرَہٗ يعنې څوک چې د چا سره مينه کوي، د هغوئي ذِکر زيات کوي. حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتينې عاشقِ رسول وو، ځکه د هغوئي د ټولو نه خوښه او محبوبه وظيفه ذِکرِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وه. د خوږ آقا، د مدينې جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم احاديث لوستل، د هغوئي فضائل او کمالات بيانول، په نعتِ مصطفٰے، ذِکرِ مصطفٰے باندې ژبه لمْده ساتل د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاک سيرت لازمي حصه وه. بعضې وخت چې به هغوئي ريلوے سټيشن يا بس اډې ته لاړل او چې ګاډے يا بس به لږ ليټ شو نو هغوئي به قصيده بُردَه شريف، نعت خواني او ذِکرِ پاک شروع کولو، دغه شان په ګاډي کښې به هم د نعت شريف او ذِکرِ پاک، وعظ او تقرير وغيره سلسله جاري وه.[1]

حديثِ پاک نورو ته د ښودلو ښکلے انداز

      د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص تَعارُف حديث شريف دے. هغوئي به احاديثِ مباركه ښودل. د هغوئي معمول مبارک وو چې د احاديث شرح به ئې بيانوله نو د رسولِ اکرم، سرورِ عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذکرِ پاک او پاک صِفتونه به ئې ضرور بيانول، د حديث لوستلو ښودلو سره به خوشحاليدو او په عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې به ئې د سترګو نه اوښکې بهيدلې. هغوئي به فرمائيل چې خلق ناروغه شي، تَبه يا ئې په سر درد


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:151-152 ملتقطاً۔