Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

مدرسه او يو جُمات وي د پاره د دې چې دا ځائے آباد شي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوس دغه ځائے آباد دے او دلته د عاشقانِ رسول يوه مدرسه او ښکلے جُمات جوړ شوے دے.[1]

(5) د لمُونځ ادا کولو په برکت جُمات جوړ شو

      دغه شان يو ځل حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يوه ديني جلسه کښې د شرکت کولو د پاره ساهيوال ته تشريف يوړلو، په بيرته راتلو کښې خانيوال طرف ته سفر اوشو، په دغه سفر کښې هغوئي د سحر لمُونځ په خانيوال سټيشن کښې ادا کړو، (هغه وخت په خانيوال اسټيشن کښې جُمات نه وو). اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې په کوم ځائے کښې د سحر لمُونځ ادا کړے وو. اوس هلته ډير ښکلے جُمات موجود دے.[2]

د مجلس خُدَّامُ المَساجد تَعارُف

     اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي خپل ديني پيغام د دنيا تقريباً د 200 نه زياتو ملکونو ته رسولے دے. او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د 80 نه په زياتو شعبه جاتو کښې د سُنَّتو په خِدمت کښې مشغول دے. په دغه شعبه جاتو کښې يوه شعبه خُدَّامُ المَساجِد ده.

       خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د جُماتونو د ضرورت په وړاندے د عالمي مدني مرکز (کراچئ) نه پس وړومبے جُمات کنز الايمان جوړ کړے شو او د دې نه پس امير اهلِسُنَّت


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:117۔

[2]... حیاتِ محدثِ اعظم، صفحہ:117۔