Book Name:Muhaddis e Azam
راوړي، ډيره د برکت مياشت ده، په دې کښې د رحمتونو، د بخښنو نه ډکه مبارکه شپه شبِ براءَت هم راځي، ځکه کوشش کوئ چې دا مبارکه مياشت په نيکو کولو، د ګناهونو نه بچ کيدلو او د الله پاک د ويرې نه په ژړيدلو، د الله پاک د رحمت په خير غوښتلو، په زياته توبه او اِستغفار کولو تيره شي.
د شَعبَانُ المُعَظَّمڅلور اهم عبادتونه دي، کوم کوم دي؟ راځئ چې واورو ئې:
(1): د شَعبَانُ المُعظَّم وړومبے اهم عبادت: زيات دُرُود
هسې خو درودِ پاک د ژوند وظيفه ده، زمونږه د هرې ورځې په معمولاتو کښې زيات درودِ پاک شامِليدل پکار دي او هم ټول کال درودِ پاک لوستل پکار دي، البته اوس د شَعبَانُ المُعَظَّم مبارکه مياشت ده او سُبْحٰنَ اللّٰہ! د شَعبَانُ المُعَظَّم د عظمتونو، رفعتونو او د برکتونو په باره کښې به څه اووايو! دا مبارکه مياشت محبوبِ رحمان، د دواړو جهانونو سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل ځان طرف ته منسوب کړې ده او زما مياشت ئې ورته فرمائيلې ده، هم دغسې په حديثِ پاک کښې دي: شَہْرُ رَمَضَانَ شَہْرُ اللّٰہِ وَ شَہْرُ شَعْبَانَ شَہْرِی روژه د الله مياشت ده او شعبان زما مياشت ده.[1]
ځکه چې دا د آقا مياشت ده، دې د پاره په دې کښې درودِ پاک خاص طور زيات وئيلے کيږي. سرکارِ غوثِ اعظم، شيخ عبد القادرِ جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هو شَہْرُ الصَّلَاۃِ عَلَی النَّبِـیِّ يعنې شعبان په جانِ جانان او جانِ ايمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د درود لوستلو مياشت ده.[2]