Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

محبت کوونکي په ګڼ شمير کښې موجود وو او د ګلونو هارونه په لاسونو کښې نيولي په نظر راتلل، جنازه مبارکه چې لائل پور (فيصل آباد) ته اورسيدله نو په سټيشن باندې د ښپو ايښودو ځائے نه وو د نعرۀ تکبير او نعرۀ رِسالت آوازونه راتلل آخر جنازه مبارکه اوچته کړے شوه او څه وخت چې جنازه مبارکه کچهري بازار ته اورسيدله نو د عشقِ رِسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جلوؤ يو نوے رنګ اختيار کړو د کوم اثرات چې ښکاره او ډير واضحه شول،  څه داسې اوشول چې په تابوت مبارک د انوارو او تجلياتو باران هر يو کَس ته صفا ښکاريدلو، ماشومان، بوډاګان او ځلمي هر قِسمه خلق هلته موجود وو او ډيره په حيرانتيا سره د عالمِ انوار د دې باران ئې په خپلو سترګو مشاهَدَه کوله کله چې دا بے مثاله جلوس ګهنټه ګهر ته اورسيدو نو ناڅاپه دې نُور د غټ څادر شکل اختيار کړو او ټول تابوت په دې کښې پټ شو د پړقيدونکې تانبے د نرو پاڼو په شان د نُور شعاګانے په تابوت راپريوتلې په زرګونو خلقو په حيرانتيا سره دا آسماني نظاره ليدله څه وخته پورې دغه کيفيت وو بيا په مزه مزه تابوت بيا په نظر راتللو آخِر جنازه مبارکه يو غټ ميدان ته راوړے شوه چرته چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جنازه ادا کړے شوه، په جنازه کښې دومره خلق شريک شول چې د فيصل آباد په تاريخ کښې چرې هم نه وو راجمع شوي. د هغوئي مبارک آخري آرام ګاه په جامعه رضويه مظهرِ اِسلام کښې ده.[1]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د شَعبَانُ المُعظَّم د فضائلو بيان

       خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د آقا مياشت يعنې د شَعبَانُ المُعَظَّم مياشت تشريف


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:333 تا 342 خلاصۃً۔