Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

نصيب کيږي او کردار به مو صفا ستهرا، ځلنده، ښکلے شي. راځئ د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:   

ټوله کورنئ په سمه لار شوه  

د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمُونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقے ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي ورور ماته د ماښام د لمُونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جُمات ته لاړم، د ماښام د لمَانځه نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان په آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالے تَعارُف اوکړو، په رساله نیک اعمال کښې د درج د نيکو نه ډک ژوند تيرولو مدني ګل ليدلو سره ماته ډيره خوشحالي ميلاؤ شوه، د دې رسالے په شکل کښې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره د زړه سواندې ليدلو سره ما لاس په لاس د بيعت کولو د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او نيکو طرف ته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې د زړه نه خپل کړو، د دې په برکت سره هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په مزه مزه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د لمُونځو پابندي