Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

نو په ټوله علاقه کښې مشهور شوي وو چې د ماشوم بچي په تندي کښې د سپوږمئ په شان رڼا ځليږي. د هغوئي يو د ماما ځوي چوهدري ناظِر حُسين صوفي صِفت لرونکے وو او د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره به ئې ډيره مينه کوله، صوفي ناظِر حُسين به عام طور د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره کښې داسې خبرې کولې، کومې چې به هغه وخت عجيبه ګڼلے کيدلې، يوه ورځ هغوئي د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشر ورور حيات محمد صاحب ته اوفرمائيل: محترمه! ستاسو دې مبارک شي! زه ستاسو د ورور سردار احمد په تندي کښې د نيک بختئ او د خوش قِسمتئ ځليدونکے ستورے وينم.[1]

د وړوكوالي نه د ذِکرُ الله عادت

حضرت مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ماشوم والي نه ديني خبرې خوښولې. هغوئي چې کله د ګرځيدو جوګه شو نو د والد محترم سره به جُمات ته د لمُونځ کولو د پاره تللو. د ذِکر واَذکار او د نعت خوانئ سره ئې داسې شوق وو چې عام طور به ئې هر وخت نعتونه وئيل او ذِکرُ الله به ئې کولو.[2]

کاش لب پر مِرے رہے جاری     ذِکْر آٹھوں پَہَر ترا یاربّ!

چشمِ تَر اور قلبِ مُضْطَر دے     اپنی  اُلفت  کی  مَے  پِلا  یاربّ![3]

په وړوكوالي كښې د شريعت په لار روان

      * حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې سکول ته تللو نو د شرارتونو نه به


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم پاکستان، صفحہ:30۔

[2]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم پاکستان، صفحہ:30۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:79۔