Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

* په کومو ورځو کښې چې مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په منظرِ اِسلام بريلي شريف کښې سبق وئيلو په هغه ورځو کښې په مدرسه کښې د بجلئ انتظام نه وو هم دغسې به چې کله دهغوئي ملګري طالب علمان اوده شول نو هغوئي به په محله سوداګران کښې د سرکاري لالټين په رڼا کښې خپل سبق يادولو کله چې شفيق استاذ د دې خبرې نه خبر شو نو هغوئي د دوئي په کمره کښې د لالټين بندوبست اوکړو * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې جُمات ته حاضر شول او د جَمعې لمُونځ به لږ ليټ شو نو يو کتاب لوستل به ئې شروع کړل * دغه شان د ماسخُتن د لمَانځه نه پس به ئې کتابونه مخے ته کيښودل او کښيناستلو به او لوستل به ئې کول، بعضې وخت به د سحر اذانونه شروع شول * استاذِ محترم صدرُ الشريعه بدرُ الطريقه مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغوئي ډير محنت اوليدلو نو خادِم ته ئې هدايت اوکړو چې په سردار احمد باندې د ماښام د لمُونځ نه مخکښې ډوډئ خوره د پاره د دې چې په مطالعه كښې ئې څه حرج نه وي.[1]

      يو ځل د هغوئي په سترګو کښې ډير تکليف وو، ډاکټر منع کړو چې هغوئي دې په سترګو باندې زور نه راولي، په دې وجه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوغوښتل چې د يو څو ورځو د پاره د کتابونو مطالعه كول پريږدي، خو داسې اونکړے شول ځکه چې کتابونه مخے ته وي، اوزګار هم وي او بيا مطالعه كول نه وي، دا ممکن نه دي * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به اکثر فرمائيل: لکه څنګه چې تازه ډوډئ او تازه ترکاري مزه کوي هم دغه شان تازه سبق او تازه لوستل مزيدار وي * حافظِ ملت مولانا عبد العزيز مبارک پوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د طالبِ علمئ د زمانې حالت بيانوي او فرمائي: د الله پاک نه ويره، زهد او تقویٰ، اتباعِ سُنّت د هغوئي (يعنې د مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) طبيعت جوړ شوے وو، په هر قول او فعل، ټولو حرکاتو او سکناتو او ناسته پاسته کښې به ئې د اتباعِ


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم ، صفحہ:36 خلاصۃً۔