Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د يو څو اسلامي وروڼو يو مجلس جوړ کړو او د دې نوم ئې مجلس خُدّام المَساجِد کيښودو او ذهن ئې جوړ کړو چې په ټوله دُنيا کښې دې د دعوتِ اسلامي په نګرانئ کښې جُماتونه جوړ کړے شي. مجلس خدّام المَساجد د جُماتونو د پاره د ځائے، د اخستو، د وقف د انتظام ټولې معاملې د شرعي، قانوني او تنظمي ټولو اصولو مطابق کوي.

       اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مجلس خدّام المَساجد په سوؤنو جُماتونه جوړ کړي دي او نور د جوړولو په مرحلو کښې دي، د هرې ورځې په حساب سره په ټوله دُنيا کښې اوسطاً د 2 جُماتونو سلسله روانه ده.

      ځکه چې په کومو علاقو  يا ښارونو کښې د جُماتونو ضرورت وي هلته د خُدّامُ المَساجد ذمه واران د خپل نګران د مشورے او د دارُ الافتاء اهلِسُنَّت د شرعي رهنمائې نه پس د پلاټ [يعني ځائے] حاصلولو کوشش کوي، خاص طور په نوؤ کالونيانو کښې د جُماتونو د پاره ځايونه حاصلوي او تعميراتي کارونه سر ته د رسولو سره د مسلمانانو سترګې يخوي او د زړه سکون رسوي. د جُمات د پلاټ اخستلو نه واخله تر د دې د جوړولو او د سامان حاصلولو پورې په لکونو روپئ خرچه راځي. دا ټولې خرچې د عاشقانِ رسول د طرف نه د ورکړے شوؤ عطياتو نه پوره کولے شي. د جُماتونو جوړول الله پاک خوښ کړي دي، د اسلام د ټولو نه وړومبے جُمات آقائے نامدار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپلو لاسونو مبارکو جوړ کړو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ، علمائے کرامو او اوليائے کرامو د جُماتونو جوړولو سلسله جاري اوساتله. راځئ! چې د مجلس خدّام المَساجد سره په شريکه د نيکئ په دې کارِخىر کښې حِصَّه واخلو او دين او دُنيا ښه جوړه کړو.