Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

د اصلي کاميابئ معيار څه دے؟ زمونږه خالق او مالک، زمونږه خوږ الله پاک کوم چې دا دُنيا پيدا کړه، مونږ ئې پيدا کړو، په دې کښې ئې آباد کړو، د هغه رَبِّ کائنات په نز د کاميابئ معيار څه دے؟ راځئ! د قرآن آيتونه واورئ! الله پاک په سيپاره 30،  سُورَۃُ الشَّمْس کښې 7 قِسمونه ذِکر کولو سره اوفرمائيل:

قَدۡ  اَفۡلَحَ  مَنۡ  زَکّٰىہَا ۪ۙ(۹)    وَ  قَدۡ خَابَ مَنۡ  دَسّٰىہَا (ؕ۱۰)  (پارہ:30، سورۂ شمس: 9-10)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: بيشکه چا چې نفس پاک کړو هغه کامياب شو. او بيشکه چا چې نفس په ګناهونو کښې پټ کړو هغه ناکامه شو.

معلومه شوه: * د کاميابئ معيار عزّت او شهرت نه دے * د کاميابئ معيار مال او دولت، عيش او عشرت، لوئے منصب نه بلکه د کاميابئ معيار څه دے؟ تزکيۀ نفس...!! کامياب دے هغه کَس دے کوم چې د خپل نفس تزکيه اوکړه، خپل نفس ئې د بدو عقيدو، بدو اخلاقو، بدو عادتونو او باطني مرضونو نه پاک کړو او، چا چې خپل نفس پاک نه کړو، هغه که د دُنيا په لحاظ سره څومره هم اوچت ځائے ته اورسي، هغه کامياب نه دے، په حقيقت کښې ناکامه دے.

بادشاه يا د غلامانو غلام

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! خبره ډيره آسانه او د پوهيدو ده، څوک چې د غلامئ په زنځيرونو کښې راګير وي، هغه که هر څومره هم پيسه اوګټي، که هر څومره لوئے منصب ته اورسي، چې هغه دے غلام نو هغه ته په حقيقت کښې کامياب نشي وئيلے کيدے. د کاميابئ شروع د آزادئ نه کيږي. اوس لږ سوچ اوکړئ! د نفس د غلامئ نه زياته بده غلامي کومه کيدے شي. يو نيک بزرګ وو، يو بادشاه هغه ته اووئيل: بابا جي!