Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

عبادت کښې تير شي، کله تلاوت وي، کله ذِکر او درود، پينځه واړه لمُونځونه په جَمعه د تکبيرِ اُولٰی سره ادا شي، د تَهَجُّد، اشراق و ساخت او اَوَّابينو نوافل هم پاتې نه شي، په ګرځيدو، کښيناستو پاڅيدو ژبه په ذِکر او درود لمْده وي * د دُعاګانو غوښتلو مياشت ده، ښه ډيرې دُعاګانے اوکړئ، د ځان، د خپل کور والوؤ، د خپلو خپلوانو بلکه د ټول مسلمان اُمّت د پاره د بخښنې دُعاګانے اوکړئ!  چې د نفس زور اوبه شي، د شيطان نه خلاصے بياموندے شي، زړه پاک صفا روښانه شي، په نيکو کښې زړه اولګي، د ګناهونو نه نفرت شي، د الله پاک نه دا خيراتونه اوغواړئ! * ټولې روژې اونيسئ! * ښه په شوق سره تراويح هم پوره 20 رکعته ادا کړئ! * ښه د زړه په شوق د قرآنِ کريم تلاوت هم اوکړئ! * بلکه رَمَضَانُ المُبَارَک د قرآن د نازليدو مبارکه مياشت ده، په قرآنِ کريم باندې د ځان پوهه کولو کوشش هم اوکړئ! د دې د پاره تفسيرِ صِراط الجنان اولولئ! نوے او ډيره په آسانه اردو ژبه کښې ليکلے شوے بهترين تفسير دے، په دې کښې آسانه د قرآن ترجَمه کنزُ العرفان هم شامِل دے، د قرآنِ کريم د لفظي ترجمے زده کولو، په دې د پوهيدو د پاره معرفةُ القرآن اولولئ! د تفسير صراطُ الجنان او د معرفةُ القرآن موبائل ايپلي کيشن هم موجود دے، په خپل موبائل کښې دا دواړه ايپلي کيشنز انسټال کړئ! د دې نه فائده واخلئ او د قرآن په نُور باندې سينه روښانه کړئ! * د رَمَضَانُ المُبَارَک يو خاص عبادت اعتکاف اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!ډير کرم به اوشي.

د اجتماعي اعتکاف ترغيب

اے عاشقانِ رَسُول! اعتکاف زوړ عبادت دے، په نورو اُمَّتونو کښې هم د اعتکاف عبادت موجود وو. د 2023ء په رمضانُ المُبارک کښې دعوتِ اسلامي اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!په ټوله مياشت کښې په 23 ځايونو کښې او د آخري عشرې د 13500 نه په زياتو ځايونو کښې د اعتکاف کولو اراده لري. تاسو هم د روژې د ټولې مياشت يا کم از کم د آخري