Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

نو د خپل رَبِّ کريم په اطاعت کښې د نفس مخالفت اوکړه! که چرې نفس د رَبِّ کريم د اطاعت (يعنې د نيک اعمالو) کولو خواهش اوکړي نو داسې خواهش پوره کړه او که چرې د رَبِّ کريم د نافرمانئ خواهش اوکړي نو د دې نه منع شه...!! [1]

نفس و شیطاں پر مجھے غلبہ عطا کر یاخُدا!                                          اُس علی کا واسطہ دیتا ہوں جو ہے تیرا شیر

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

(2) په نفس باندې د عبادت بوج اوغورځوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د تزکيۀ نفس د پاره چې دويم کوم څيز ډير ضروري دے، هغه دا دے چې په نفس باندې د عبادت بوج اوغورځولے شي. نفس فطري طور سُست او خوندونه خوښوي، دا به په عبادت باندې نه مائله کيږي، البته مونږ له پکار دي چې مونږه نفس دباؤ کړو او، د ده د مخالفت کولو سره عبادت ته ملا اوتړو * پينځه واړه لمُونځونه په جَمعه سره ادا کړو * د دې سره سره نوافل هم ادا کړو * تَهَجُّد هم اوکړو * د اشراق و ساخت او اَوَّابينو نوافل هم ادا کړو * ذِکر او درود هم اوکړو * زيات تلاوت هم اوکړو * غرض: چې څومره زيات کيدے شي په عبادت کښې زړه اولګوؤ، په شروع کښې به څه مشکلات وي، بيا به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!په مزه مزه نفس عادت شي او په عبادت کښې به خوند ميلاؤيدل شروع شي، بيا به نفس پخپله د عبادت په لور مائِل وي.

د بزرګانو د عبادت انداز

       زمونږه د اسلافو (يعنې د الله پاک نيک بندګان کوم چې متقيان وو، پرهيزګاران وو د هغوئي)


 

 



[1]... الفتح الربانی، ص:160۔