Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

محبت کولو، د روژې  مياشتې نه علاوه به په نورو ورځو کښې هم په ټوله محله کښې د رمضان په شان حالت وو، تر دې پورې چې وړوکي ماشوم هم دا اوګڼل چې کيدے شي د ورځې خوراک (يعنې نفلي روژې نه نيول) د غير مسلمو پيژندګلو ده.

افسوس! اوس حالات بالکل اُلټا دي، څومره داسې غافله دي کوم چې بغير د څه شرعي مجبورئ نه د رَمَضَانُ المُبَارَک خو اّوّل فرض روژې نه نيسي، دا غټه ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے، بيا پکښې اُلټا دا هم کوي چې * د روژه نيوونکو په مخکښې خوراک څښاک کوي * د سګريټ کش لګوي * پان خوري * تر دې چې بعضې خو دومره زړور دي چې ښه ښکاره اوبه څښي بلکه په خوراک کولو هم نه شرميږي. الله پاک دې مونږه د رَمَضَانُ المُبَارَک د بے قدرئ نه محفوظه کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې فرض دي

      ياد ساتئ! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې دوه، څلور يا لس نۀ بلکه د ټولې مياشتې روژې نيول په هر مسلمان عاقل او بالغ باندې فرض دي، په قرآنِ کريم کښې دي:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا کُتِبَ عَلَیۡکُمُ الصِّیَامُ کَمَا کُتِبَ عَلَی الَّذِیۡنَ مِنۡ قَبۡلِکُمۡ لَعَلَّکُمۡ تَتَّقُوۡنَ (۱۸۳)ۙ  (پارہ2،سورۃالبقرۃ:183)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: اے ايمان والؤ! په تاسو باندې روژې فرض كړے شوي دي څنګه چې په وړاندينو فرض شوي وے چې تاسو ته پرهيزګاري نصيب شي.

 اوګورئ! په دې آيت مبارک کښې صفا فرمائيلے شوي دي چې په تاسو باندې روژې فرض کړے شوې دي ځکه د شرعي مجبورئ نه بغير د رَمَضَانُ المُبَارَک يوه روژه هم