Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

له تکليف نه درکووم، زه خو صرف تا په دې وجه د صبر سره عادتووم چې د الله پاک د راضي کيدو نه ختميدونکے دولت نصيب شي.[1]

د تزکيۀ نفس فضيلت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تزکيۀ نفس يعنې نفس سيدها كول، دا د بدو عقيدو نه بچ کول او د ښه او صحيح اسلامي عقيدو پابند جوړول، د بدو عادتونو پريښودو او د ښه خبرو عادت لرونکے جوړول، د ګناهونو پريښودو او په عبادت کښې لګول، د باطني بيمارو مثلاً: رياکارئ، ځان ښه

ګڼلو، حسد، تکبر، د دُنيا د محبت، حرص او بخل وغيره نه نفس پاك کول ډير د فضيلت کار دے. په قرآنِ کريم کښې دي:

جَنّٰتُ عَدۡنٍ  تَجۡرِیۡ مِنۡ  تَحۡتِہَا  الۡاَنۡہٰرُ خٰلِدِیۡنَ فِیۡہَا ؕ     وَ ذٰلِکَ جَزٰٓؤُا  مَنۡ  تَزَکّٰی (۷۶)  (پارہ :16  ، سورۂ طه:76)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: د هميشه اوسيدلو باغونه دي د کومو لاندې چې نهرونه جاري دي، هميشه به په دې کښې اوسيږي او دا د هغه بدله ده کوم چې پاک شو.

الله! الله! معلومه شوه: څوک چې د ايمان او نيک اعمالو په ذريعه نفس پاک صفا کړي، د ښه اخلاقو، ښه عادتونو عادت لرونکے ئې جوړ کړي د هغه د پاره د جنّت باغونه دي، د کومو لاندې چې به نهرونه جاري وي.

عبادت میں گزرے مری زندگانی                                                        کرم ہو کرم یا خُدا یا الٰہی!


 

 



[1]... تذکرۃُ الاولیاء، صفحہ:33۔