Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

سره به بس د قبر و آخرت فِکر وو او هغوئي به هر وخت د قبر په تيارئ کښې مصروف وو * خواجه سِرِّي سَقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 98 کاله په دُنيا کښې تشريف فرما وو، د ځنکدن د وخت نه علاوه چا هم هغوئي په ملاسته نه وو ليدلے، هميشه به ئې عبادت کولو * محمد جريري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کال په مکه مکرمه کښې پاتې وو، نه اوده شو، نه ئې ملا نيغه کړه، نه ئې ښپې خورې کړې * اويس قرني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د سحر لمُونځ ادا کولو نه پس ذِکرُ الله شروع کړو، ماسپخين به شو، د ماسپخين نه پس به بيا د الله په ذِکر کښې مصروف شو، تر دې چې مازديګر به شو، د مازديګر نه تر ماښامه پورې، د ماښام نه تر ماسخُتنه پورې، د ماسخُتن نه تر د سحره پورې به ناست وو او ذِکرُ الله به ئې کولو * حضرت ابو بکر عياش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 30 زره ځله سورۀ اخلاص لوستلو، هره ورځ به ئې 500 نوافل ادا کول، په ورځ کښې به ئې څو څو ځله د قرآن کريم ختم کولو * امام اعظم، امام ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 40 کاله د ماسخُتن په اودس باندې د سحر لمُونځ ادا کړو، هره شپه به ئې په 2 رکعتو کښې د قرآنِ کريم ختم کولو.[1]

       په عبادت کولو کښې هم د حکمت نه کار اخلئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له په نفس باندې د عبادت بوج غورځول دي، خامخا غورځول دي، البته د دې د پاره د حکمت نه کار اخستل دي، ګنې نو نفس ډير سُست، مکّار او زر زړه مړيدونکے دے، داسې نه وي چې په جوش جوش کښې مونږه شپه ورځ عبادت شروع کړو، بيا يو څو ورځې پس د نفس زړه موړ شي او د عبادتونو سلسله موقوفه شي. ځکه په نفس باندې که د عبادت بوج هم غورځوئ نو په حکمت سره ئې پرې غورځوئ، مثلاً په شروع شروع کښې دې صِرف يو قِسم عبادت اونکړے شي


 

 



[1]... جواہِرُ البیان،  صفحہ:32-33 ملتقطاً۔