Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

عشرې د اجتماعي اعتکاف نيت اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د ګناهونو نه د بچ کيدو، د نيکو کولو، د نفلي عبادتونو شوق زياتولو سره سره به ډير زيات عِلمِ دِين د زده کولو د پاره ميلاؤ شي.

د تزکيۀ نفس 3 طريقے

حُجَّةُ الاسلام امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تزکيۀ نفس يعنې د نفسِ اَمَّاره د زور ماتولو، د ده د سمولو 3 بهترينې طريقے ارشاد فرمائيلې دي. که چرې مونږه په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د تزکيۀ نفس دا درے طريقې په ځان باندې نافذې کړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!نفسِ اَمَّاره به سم شي او که چرې الله پاک اوغوښتل نو د باطِن پاکي به نصيب شي.

      امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زمونږه علمائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم اوفرمائيل: د 3 څيزونو په مرسته د نفسِ اَمَّاره زور ماتيدے شي: (1) د خواهشاتو نه منع کيدل (2) په نفس باندې د عبادتونو بوج غورځول (3) د الله پاک نه مدد غوښتل.[1]  

(1) د خواهشاتو نه منع کيدل

       د نفس د ټولو نه غټه بدي دا ده چې دا خواهشات پالي، که چرې مونږه د نفس خواهشات پوره کول پريږدو نو د ده زور به پخپله مات شي.

حضرت جنيد بن محمد خزاز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زه د شپې راپاڅيدم او په خپله وظيفه کښې مشغول شوم، خو ما په دې کښې هغه خوند اونه موندلو کوم چې به ما مخکښې موندلو ځکه ما د اوده کيدو اراده اوکړه خو اوده نه شوم، ځکه کښيناستم خو


 

 



[1]... منہاج العابدین، صفحہ: 143ملتقطاً ۔