Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

پريښودل غټه ګناه ده[1] او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. په کِتابُ الکبائِر کښې دي: کوم کَس چې بغير د څه مرض او عُذر نه د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې پريږدي هغه د زِناکار، قلنګ ټولوونکي او د شرابو عادت لرونکي نه هم بدتر دے.[2]  

نصیب  تیرے کرم سے چمک اُٹھا یا رَبّ!                                  جہاں  میں  پھر  مہِ  رمضان  آگیا یا رَبّ!

ہے  لاکھ لاکھ  ترا  شکر  پھر  دیا   رمضان                                                                   کرم سے ذوقِ عبادت بھی ہو عطا یارَبّ![3]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د روژې فائدې او ثوابونه

      په قرآنِ کريم او احاديث مبارکو کښې د روژې نيولو ډير فضيلتونه بيان شوي دي، مثلاً * د روژه نيوونکو سړو او زنانؤ د پاره الله پاک بخښنه او لوئے ثواب تيار کړے دے.[4] * په حديثِ پاک کښې دي په جنّت کښې يوه دروازه ده په کومه چې به صرف روژه نيوونکي داخليږي.[5] * د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې روژې د تيرو ګناهونو کفاره ده.[6] * روژه د دوزخ نه د بچ کيدو د پاره مضبوطه قلعه ده.[7] * روژه به د قيامت په ورځ د روژه نيوونکي د پاره شفاعت کوي.[8] * د رمضان د مياشتې د يوې روژې


 

 



[1]... رسائل ابن نجیم ،  الرسالة الثالثة والثلاثون فی بیان الکبائر والصغائر،  صفحہ:353۔

[2]... الکبائر، الكبيرة العاشرة افطار رمضان بلا عذر ولا رخصة، صفحہ:55۔

[3]... وسائل فردوس، صفحہ:26۔

[4]... پارہ:22 ،  سورۂ احزاب :35

[5]... بخاری، كتاب الصوم، باب الريان للصائمین، صفحہ:502، حدیث:1896 ملتقطاً۔

[6]... صحیح ابن حبان، كتاب الصوم ، باب فضل رمضان، صفحہ:957 ، حدیث:3433 ملتقطاً ۔

[7]... شعب الايمان، باب فى الصيام، جلد:3، صفحہ:289، حديث:3571۔

[8]...مستدرک، کتاب  فضائل القرآن، باب الصیام والقرآن، جلد:2، صفحہ:255، حدیث:2080۔