Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

خوړله. 40 کاله پس چې کله د هغوئي کجورو خوړلو ته سم زړه اوشو نو هغوئي د نفس د خواهش د زور ماتولو د پاره پرله پسې يوه هفته روژې اونيولې، بيا ئې کجورې واخستې او د ورځې د بصرې شريف د يوے محلّے جُمات ته لاړلو، اوس ئې لا د خوړلو د پاره کجورې راويستې وې چې يو ماشوم چغې کړې: بابا جانه! جُمات ته غير مسلمه راغلے دے. د ماشوم پلار چې دا واوريدل نو په لاس کښې ئې لخته را واخسته او رامنډې ئې کړې خو کله چې ئې حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدلو نو اوئې پيژندلو او معافي ئې اوغوښتله او عرض ئې اوکړو: حُضُور! خبره په اصل کښې دا ده چې زمونږه په محله کښې ټول مسلمانان روژې نيسي، د غير مسلمو نه علاوه دلته د ورځې څوک هم خوراک نه کوي، دې د پاره ماشوم په تاسو باندې د غير مسلمه شک اوکړو. مهرباني اوکړئ! تاسو د دوئي خطا معاف کړئ!

     حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جوش په حالت کښې اوفرمائيل: د ماشومانو ژبه غيبي ژبه وي. بيا ئې قسم اوخوړلو چې چرې به هم د کجورو خوړلو نوم هم نه اخلم.[1]  

رِہائی مجھ کو ملے کاش!نفس و شیطاں سے                                         ترے  حبیب  کادیتا ہوں  واسِطہ  یا ربّ!

گناہ بے عدد  اور جرم  بھی   ہیں  لا تعداد                                                               معاف کردے نہ سہ پاؤں گا  سزا یاربّ![2]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې ښکلې واقعه کښې زمونږ د پاره د زدکړې 2 خبرې دي:

(1) د مخکښينو مسلمانانو د روژې سره محبت

(1) په وړومبي نمبر باندې دا اوګورئ! چې مخکښينو مسلمانانو به د روژو سره څومره


 

 



[1]... تذکرۃُالاولیاء صفحہ:33 خلاصۃً۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:78۔