Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar
نورو په اخلاقو او کردار کښې د ګوتو وهلو په ځائے، خپل رَبّ ته پام اوکړو او د خپل ځان ټيک کولو په فِکر کښې اخته شو.
بڑے مُوذی کو مارا نفسِ اَمّارہ کو گر مارا نِہَنگ و اَژدہا و شیرِ نَر مارا تو کیا مارا
وضاحت: نفسِ اَمّاره يعنې په ګناهونو باندې راپارولو والا. مګر مچھ، مار او ازمرے وژل څه غټه خبره نه ده غټ کار خو د نفسِ اماره وژل يعنې د ګناهونو نه منع کيدل دي.
حضرت ابو سُليمان داراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نفس مخالفت افضل ترين عمل دے.[1]
اللھ اللھ کے نبی سے فریاد ہے نفس کی بدی سے
ایمان پہ موت بہتر او نفس تیری نا پاک زندگی سے
د نفس د زور ماتولو بهترين موسم
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک ډير کرم دے چې هغه مونږه ګنهګارانو له د رَمَضَانُ المُبَارَک نعمت راکړو، رَمَضَانُ المُبَارَک د نفس د زور ماتولو بهترين موسم دے. که چرې مونږه په صحيح معنو کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک قدر اوکړو، لکه څنګه چې رَمَضَانُ المُبَارَک تيرول پکار دي، هم هغه شان په تيرولو کښې کامياب شو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د نفسِ اَمَّاره (يعنې په بدو باندې د راپاروونکي نفس) زور به مات شي او که الله پاک اوغوښتل نو باطن به مو صفا صفا ښکلے شي.
رَمَضَانُ المُبَارَک څنګه تيرول پکار دي؟ * د غفلت نه د بچ کيدو سره رمضان تير کړئ! * کوشش اوکړئ چې د رَمَضَانُ المُبَارَک هر ساعت په څه نه څه انداز کښې په