Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar
وئيلے شي، کوم چې د هر بے خبره خبر لرونکے دے، په هغوئي باندې دې درود و سلام وي.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو باندې دے.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! ښه نِيَّت بنده جنَّت ته داخلوي. د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاك د رِضا د پاره به په غور بيان اورم. * د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم * د خوږ آقا احمدِ مُجتَبٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوم مبارك واورم نو دُرُودِ پاك به لولَم.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے وَلِـىُّ الله دے، د نورو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم په شان به هغوئي هم د نفس د خواهشاتو نه د بچ کيدو د پاره ډير زيات محنت کولو. شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپل کتاب فيضانِ رمضان کښې ليکي: حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (د نفس د خواهش نه د بچ کيدو د پاره) په 40 کالو کښې کله هم کجوره اونه