Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

      (3): د الله پاک نه مدد غواړئ!

د تزکيۀ نفس د پاره د ټولو نه اهمه خبره کومه چې ډيره ضروري ده هغه دا ده چې د الله پاک نه دُعا غوښتل هيڅ کله هم مه هيروئ ځکه چې نفسِ اَمَّاره ډير سرکشه دُښمن دے، شيطان کوم چې د بے لارې کيدو نه مخکښې ډير لوئے عالِم او عبادت کوونکے وو او ډير چالاکه او مکّاره هم دے، د نفسِ اَمَّاره سره هغه هم مقابله اونکړے شوه، هغه بدبخته هم نفسِ اَمَّاره بے لارې کړو او د هميشه د پاره ئې کافِر او نامُراده کړو نو سوچ اوکړئ! مونږ به د نفسِ اَمَّاره مقابله څنګه اوکړو. ځکه چې د الله پاک مدد راسره وي نو بيا به د نفسِ اَمَّاره نه خلاصے بياموندے شي. د الله پاک د نبـي حضرت يُوسف عَلَیْهِ السَّلَام دا ښکلے فرمان په قرآنِ کريم کښې هم موجود دے، هغوئي اوفرمائيل:

اِنَّ  النَّفۡسَ لَاَمَّارَۃٌۢ بِالسُّوۡٓءِ  اِلَّا مَا رَحِمَ  رَبِّیۡ ؕ  (پارہ :13،سورۂ یوسف :53)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: بيشکه نفس خو د بدئ لوئے حکم کوونکے دے خو په چا باندې چې زما رَبّ رحم اوکړي.

يعنې نفسِ اَمَّاره د بدئ ډير لوئے حکم کوونکے دے، د ده د شَر نه هغه انسان بچ کيږي په چا باندې چې د الله پاک رحم او فضل وي.

د مُصطفٰـى يوه دُعا

حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سُورُۃ الشَّمس دا آيتونه تلاوت کول:

وَ نَفۡسٍ وَّ مَا سَوّٰىہَا ۪ۙ(۷) فَاَلۡہَمَہَا فُجُوۡرَہَا وَ تَقۡوٰىہَا ۪ۙ(۸)  (پارہ :30،سورۂ شمس :7-- 8)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: او د ځان او د هغه کوم چې هغه ټيک جوړ کړو بيا ئې د هغه بدکاري او د هغه پرهيزګاري په زړه کښې واچوله.