Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar
اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د رانجو پورې کولو سُنَّت او آداب
د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: په ټولو رانجو کښې بهترين رانجه اِثمد دي ځکه چې دا نظر روښانه کوي او باڼه راټوکوي. [2]
اے عاشقانِ رَسُول! د کاڼي د رانجو په استعمالولو کښې هيڅ باک نشته او * تور رانجه يا کَاجَل د ښائسته کيدو په نيت سره د نارينؤ د پاره پورې کول مکروه دي او که چرې ښائست مقصد نه وي نو بيا مکروه نه دي * رانجه د شپې د اوده کيدو په وخت پورې کول سُنَّت عمل دے * د رانجو پورې کولو د 3 نقل شوؤ طريقو خلاصه ستاسو په خِدمت کښې وړاندې کوو: (1) کله په دواړو سترګو کښې 3، 3 سلايانې (2) کله په ښئ سترګه کښې 3 سلايانې او په ګَسه سترګه کښې 2 (3) نو کله په دواړو سترګو کښې 2، 2 او بيا په آخِره کښې يوه سلائي په رجړومه [د رانجو کَسوړه] کښې اووهئ او هغه په نمبر نمبر په دواړو سترګو کښې پورې کړئ د داسې کولو سره به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په دريو واړو طريقو باندې عمل کيږي.