Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

بلکه مختلف قِسم عبادتونه دې اوکړے شي مثلاً څه وخت دې د نوافلو جدول جوړ کړے شي، څه وخت درودِ پاک اولولئ، څه وخت تلاوت اوکړئ، څه وخت د ښه ښه نيتونو سره څه ديني کتاب اولولئ، په مينځ کښې څه لږه شان دمه کوئ، خپل ضروري کارونه وغيره هم کوئ، دغه شان د هرې ورځې شريک جدول کيږدئ، دغه شان به  اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!شوق په ځائے وي، استقامت به هم ميلاويږي او که الله پاک اوغوښتل نو د نفسِ امَّاره زور به هم مات شي.

نيک اعمال خپل کړئ!

په نفس باندې د عبادت د بوج غورځولو د پاره يو بهترين حکمت هغه دے کوم چې د دې وخت عظيم علمي او روحاني شخصيت شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه عطا کړے دے. يعنې نيک اعمال. د اسلامي وروڼو د پاره 72 نيک اعمال دي، د اسلامي خويندو د پاره 63، د طالب علمانو د پاره 92 او د وړو ماشومانو د پاره 40. دا نيک اعمال خپل کړئ، په دې کښې به ډير زيات عبادتونه ميلاؤ شي، مثلاً * په دې کښې يو نيک عمل پينځه واړه لمُونځونه د جَمعې سره د ادا کولو په حقله دے * د ښه ښه نيتونو کولو نيک عمل دے * په دې کښې نوافل هم شامل دي * تلاوت * ذِکر او درود * مختلف سُنّتونه * سليقه شِعَاري * مختلف آداب وغيره ډير څه دي. که چرې مونږه دا نيک اعمال په خپل ځان باندې نافِذ کړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ډير په آسانه به د نفسِ اَمَّاره په زور ماتولو، د ده په ټيک کولو کښې کامياب شو.

میں    نثار    ایسا    مسلماں     کیجے                                                                                                      توڑ     ڈالیں     نفس     کا      زُنّار    ہم[1]


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ:84۔