Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar
خواهشاتو پسې روان شې نو هلاک به شې، که چرې د نفس په خواهشاتو باندې د غور و فکر کولو نه غافله شې نو د ګناهونو په سمندر کښې به غرق شې، ستا نفس به تا د دوزخ په لور په راښکلو بوځي، ياد ساته! نفس د مصيبتونو جرړه ده، د شرم درَنګ، د ابليس خزانه او د هرې بدئ کور دے.[1]
نفس دوزخ ته د بوتللو سبب هم کيدے شي
په مکاشفةُ القُلوب کښې دي: د حضرت ابو الحسن رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو نزدې خپل وفات شو، د هغه د وفات نه پس حضرت ابو الحسن رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه په خوب کښې په دې حالت کښې اوليدلو چې هغه د دوزخ جامې اغوستې وې. هغوئي ترې پوښتنه اوکړه: دا څه اوشو؟ زه تا د دوزخيانو په جامو کښې وينم؟ وفات شوي کَس اووئيل: زه خپل نفس دوزخ ته بوتلم، تۀ چرې هم د ده په ټګئ کښې مه راځه...!![2]
سرورِ دیں لیجے اپنے ناتُوانوں کی خبر نفس وشیطاں سیِّدا! کب تک دباتے جائیں گے[3]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
اے عاشقانِ رَسُول! تزکيۀ نفس يعنې (د نفسِ اَمَّاره د ټيک کولو طريقے) ډيرې ضروري دي، ګنې نو دا ظالم نفس به مونږه د دُنيا په فاني خوندونو کښې اونښلوي، د ګناهونو عادت لرونکي به مو جوړ کړي او د نافرمانئ په لارو به مو روان کړي او د دوزخ ژورې کندې ته به مو غوزار كړي، دې د پاره اوس موقع ده، چې مونږه د نورو د عيبونو لټولو، د