Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

قيامت په ورځ راپاڅيدل هم دي، آه! هغه د حشر ميدان... هغه د تانبے سرۀ شوې زمکه... اور وروونکے لمَر... قهر ته به مخامخ کيدل وي، عمل نامے به بيرته کيږي، په دې حالت کښې به د الله پاک په حُضُور کښې حاضري وي، زما د ژوند يو يو عمل به مخامخ وي، هغه وخت به زما څه کيږي؟ دا ويره مو دړدوي (2) او دويمه خبره: انسان خپل نفس د خواهشاتو نه منع كړي. چې دا دوه کارونه کوؤ نو څه به ميلاويږي؟ الله پاک فرمائي:

فَاِنَّ  الۡجَنَّۃَ  ہِیَ الۡمَاۡوٰی (ؕ۴۱)  (پارہ :30 ، سورۂ  نازعات:40-41)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: نو بيشکه جنّت ئې ځائے دے.

جنّت به ميلاويږي. واه...!! څومره ښکلے فضيلت دے...!! چې مونږ ته يو څو زره روپئ ګټل وي نو ټوله ورځ محنت کوؤ، کار، کار، بس کار مو هر وخت په دماغو کښې وي، بيا چرته يو څو سوه يا يو څو زره روپئ ميلاويږي. د الله پاک د رحمت نه ځار شم! کار څه دے؟ نفس د خواهشاتو نه منع کول دي، چې دا کوؤ نو څه به ميلاويږي؟ جنّت. هلته هميشه پاتې کيدونکي نعمتونه، نه ختميدونکے ژوند...!!

وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا                     ہم مفلس کیا مول چُکائیں اپنا ہاتھ ہی خالی ہے [1]

مريض پخپله طبيب جوړ شو

نقل دي، حضرت خواجه نظامُ الدين اولياء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات بيمار شو. مريدانو ئې عرض اوکړو، دلته يو پنډت دے دَم کوي او د هغه عِلاج ډير کار کوي که چرې حُکم کوئ نو هلته مو بوځو. اوئې فرمائيل: زه به د عِلاج د پاره د غير مسلمه خوا له نه ځم. مرض نور هم زيات شو او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے هوشه شول. مريدانو را اوچت


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ:186۔