Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

کړو او هم د هغه پنډت خوا له ئې بوتللو، هغه دَم کړو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هوش کښې راغے او روغ شو. هغوئي ځان روغ بياموندو، پنډت ئې چې اوليدلو نو پوښتنه ئې اوکړله، تا ته په عِلاج کښې دا مهارت څنګه حاصل شو؟ اوئې وئيل: زما ګُرو (يعنې اُستاذ) زما نه بَچَن (لوظ) اخستے وو چې نفس درته څه وائي د هغې اُلټا کوه. ځکه چې زما کله يخو اوبو ته زړه اوشي نو ګرمې اوبه څښم، چې وريژو ته مې زړه اوشي نو ډوډئ خورم دغه شان د نفس د وئيلو په اُلټا کولو سره په ما کښې دا طاقت راغلے دے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: دا اووايه، ستا نفس د مسلمانيدو اجازت درکوي يا نه؟ اوئې وئيل: منع کوي مې، اوئې فرمائيل: دا د مسلمانيدو نه منع کوي نو ستا د اُصولو مطابق تا ته د دې د اُلټا کولو سره مسلمانيدل پکار دي. دا خبره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دومره ښکلي انداز کښې ارشاد اوفرمائيله چې د اثر غشے جوړ شو او د هغه په زړه اولګيدو او هغه بے اختياره اووئيل، زه د خپل کفر نه توبه کووم او مسلمانيږم او اوئې وئيل: لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰہِ صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِه وَسَلَّم.

سُبْحٰنَ اللّٰہ! هغه د حضرت خواجه نظامُ الدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ظاهر علاج اوکړو او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د احسان بدل ورکړو او د هغه د باطن علاج ئې اوکړو، هغه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بدن علاج اوکړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د روح علاج اوکړو، هغه ظاهري مرض لرې کړو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه باطني يعنې د کُفر مرض لرې کړو![1]

نگاہِ ولی میں  وہ تاثیر  دیکھی                                                                                                       بدلتی ہزاروں کی تقدیر دیکھی

د نفس مخالفت په کومو کارونو اوکړے شي!

حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که چرې کاميابي غواړئ


 

 



[1]...فیضان سنت،صفحہ:736-738۔