Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

تزکيۀ نفس د بعثت بنيادي مقصد دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه آقا ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دنيا ته تشريف راوړو، د هغوئي د تشريف راوړلو په بنيادي مقصدونو کښې يو مقصد تزکيۀ نفس هم دے، الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

کَمَاۤ اَرۡسَلۡنَا فِیۡکُمۡ رَسُوۡلًا مِّنۡکُمۡ یَتۡلُوۡا عَلَیۡکُمۡ  اٰیٰتِنَا وَ یُزَکِّیۡکُمۡ  (پارہ :2 ، سورۂ بقرہ:151)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: لکه څنګه چې مونږ در اوليږو تاسو ته يو رسول له تاسو نه چې په تاسو باندې زمونږه آيتونه تلاوت کوي او تاسو پاك کوي.

      مشهور مُفسّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د جسماني، قلبي، روحاني خيالونو وغيره مکملې پاکئ ته تزکيه وئيلے شي.[1] د آيت مبارک يوه معنٰی دا ده چې اے خلقو! زمونږه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو بدنونه د ظاهري ګند نه پاك کوي چې تاسو ته د پاکئ طريقې ښائي او ستاسو زړونه د ګنده اخلاقو او عيبونو نه او خيالونو نه د شرک او کفر نه صفا کوي.[2]

د کاميابئ اصلي معيار

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته خلقو په خپل خپل لحاظ سره د کاميابئ مختلف معيار مقرر کړے دے، د چا په نِزد مالداره کيدل کاميابي ده، د چا په نِزد مشهوريدل کاميابي ده، څوک منصب او عهده ميلاويدل کاميابي ګڼي، غرض: هر چا د کاميابئ بيل بيل معيار مقرر کړے دے او هر څوک د خپل معيار مطابق په کاميابئ پسې منډې وهي خو


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیر آیت :129، جلد:1، صفحہ:739 ۔

[2]... تفسیر نعیمی ، پارہ :2، سورۂ بقرہ، زیر آیت:151، جلد:2، صفحہ:65۔