Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

اوغواړه! څه غواړې؟ نيک بزرګ ډير په بے نيازئ سره اوفرمائيل: زه د خپلو غلامانو د غلام نه څه نه غواړم. بادشاه ډير حيرانه شو، په حيرانتيا سره ئې اوئيل: زه او غلام...!! زه خو بادشاه يم. نيک بزرګ اوفرمائيل: تۀ د حِرص او هوس غلام ئې، او دا دواړه نفساني خواهشات زما غلامان دي، ځکه تۀ زما د غلامانو غلام ئې.

اصل او د ټولو نه بدتره غلامي هم دا ده چې انسان د خپل نفس غلام شي، ځکه که چرې څوک ټوله دُنيا هم فتح کړي، که هغه خپل نفس فتح نه کړو، حِرص او هوس ئې قابو نه کړو، د خپل ځان د دننه ئې حسد، تکبر، غرور او ځان ښه ګڼلو په شان ماران او لړمانان مړه نه کړل، هغه کامياب نه دے، په حقيقت کښې غلام دے.

الله پاک دې مونږ ته د نفس د غلامئ نه آزادي نصيب کړي، کاش! مونږه د نفس و شيطان نه بچ شو او صرف او صرف د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري اختيار کړو.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

مُحیط      دل      پہ     ہوا     ہائے   نفسِ    امّارہ                                                                دماغ    پر   مِرے   ابلیس   چھا    گیا   یا ربّ!

رہائی مجھ کو ملے کاش !نفس و شیطاں سے                                                                       تِرے حبیب  کا  دیتا  ہوں  واسطہ  یا ربّ!

نفس د هرې بدئ کور دے

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تزکيۀ نفس (يعنې د نفس د سيدها كولو کوشش جاري ساتل) ډير ضروري دے. حُجَّةُ الاسلام امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نفس د شيطان نه هم غټ دُښمن دے، شيطان ته په مونږ باندې د نفس د خواهشاتو په ذريعه غلبه حاصليږي، ځکه که چرې تۀ د نفس په رضا کښې د هغه په