Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

(3) د رَحمت اويا دروازې:

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازې بيرته كړے شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو:

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب

حضرت اَحْمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2] راځئ چې په شريكه ئې اُووائيو:

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ تر مينځه كښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم حيران شول چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعنې اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي.[3] راځئ چې مونږه


 

 



[1]… القول البدیع، الباب الثانی، ص۲۷۷

[2]… افضل الصلوات علی سید السادات، الصلاۃ الثانیۃ والخمسون، ص۱۴۹

[3]… القول البدیع، الباب الاول، ص۱۲۵