Kamyabi Ka Asal Miyar

Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

ناسته مې هم اونکړے شوه نو بهر لاړم، څه ګورم چې يو کَس په کمبل کښې ځان رانغښتے دے او په لاره کښې پروت دے، کله چې هغه زما په راتلو خبر شو نو اوئې وئيل: اے ابو قاسم! لږ زما خوا له تشريف راوړئ. ما اووئيل: اے محترمه! تاسو د راتلو څه خبر رانکړو. هغه کَس اووئيل: آؤ جي! ما د الله پاک په بارګاه کښې سوال اوکړو چې هغه ستا زړه زما په لور متوجه کړي. ما اووئيل: هغه ستا په لور متوجه شوے دے، (اوس اووايه) ستا څه حاجت دے؟ هغه اووئيل: د نفس بيماري د هغه (د نفس) علاج کله جوړيږي؟ ما اووئيل: کله چې تۀ د نفس په خواهش کښې د هغه مخالفت اوکړې. بيا هغه خپل نفس طرف ته تَوَجُّه اوکړه او اوئې وئيل: اے نفسه! اوس دې واوريدل! ما تا له اووه ځله د دې خبرې جواب درکړو خو تا انکار اوکړو او اودې وئيل: چې زه به ئې د حضرت جنيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه اورم (نو اوس تا واوريدل؟). هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې هغه کَس لاړو او ما هغه اونه پيژندلو.[1]

  دا ده د تزکيۀ نفس د ټولو نه اثرناکه طريقه...!! چې نفس د خواهشاتو نه منع شي. که چرې مونږه دا اوکړو نو څه به ميلاؤ شي؟ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اَمَّا مَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّہٖ وَ نَہَی النَّفۡسَ عَنِ  الۡہَوٰی (ۙ۴۰) فَاِنَّ  الۡجَنَّۃَ  ہِیَ الۡمَاۡوٰی (ؕ۴۱)  (پارہ :30 ، سورۂ  نازعات:40-41)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: او هغه کوم چې د خپل رَبّ په حضور کښې د اودريدلو نه اويريدو او نفس ئې د خواهش نه منع كړو بيشکه جنّت ئې ځائے دے.

دا دوه خبرې دي: (1) بنده د الله پاک په حضور کښې د حاضريدو نه اويريږي، دا ويره هغه په زړه کښې دړدوي چې آه! يوه ورځ مړه کيدل دي، تيارۀ قبر ته کوزيدل دي، بيا د


 

 



[1]... لباب الاحیاء، صفحہ:217۔