Kamyabi Ka Asal Miyar

Book Name:Kamyabi Ka Asal Miyar

هم په خاموشئ او سکون سره د نيوونکي د پاره به په جنّت کښې د شنو زبرجدو يا سرو ياقوتو کور جوړولے شي.[1] * د روژه نيوونکي اوده کيدل عبادت او د هغه خاموشي تسبيح شميرلے شي.[2] * د روژه ماتي په وخت د روژه نيوونکي دُعا نه رَد کيږي.[3] * د روژې نيولو سره صحت ميلاويږي.[4] * که چرې روژه نيوونکے
لَااِلٰـهَ اِلَّا الـلّٰـهُ یا سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـهِ یا اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ لولي نو 70 زره فرښتې د لمَر پريوتو پورې د هغه د پاره ثواب ليکي.[5]

             سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! د روژې نيولو څومره برکتونه دي؟ د مسلمانانو يو شمير  دے کوم چې د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې نه نيسي، څوک د موسم بهانه جوړوي چې ګرمي ډيره زياته ده، ځکه روژې نۀ نيولے کيږي، د چا سره د ګټې غم دے، څوک وائي: حلال رزق خو هم عبادت دے، که روژه اونيسو نو کار به اونکړے شو، چې کار نه کيږي نو بچو له به د کوم ځائے نه خوراک راوړو؟ وغيره وغيره. نن کيدے شي چې د زړه د تسلئ د پاره دا بهانې کار اوکړي خو د قيامت په ورځ به څه کيږي؟ د قيامت په ورځ به د حشر په ميدان کښې څومره ګرمي وي! لمَر به يوه نيزه بره په سر ولاړ وي او اور به وروي، د اوسپنې لمْبه شوې زمکه به وي، دماغ به خوټ کيږي، خوَله به بهيږي، څوک به د زنګونانو پورې خوَله وي، څوک به د ملا پورې خوله وي، څوک به د سينې پورې په خپله خوَله کښې ډوب وي او څوک به هم په خپله


 

 



[1]... معجم اوسط، جلد:1 صفحہ:479 ، حدیث:1768۔

[2]... شعب الایمان، باب فى الصيام ، جلد:3 صفحہ:415،  حدیث:3938۔

[3]... شعب الایمان، باب فى الصیام، جلد:3 صفحہ:407 ، حدیث:3903۔

[4]... معجم اوسط، جلد:6، صفحہ:147، حدیث:8312۔

[5]... شعب الایمان، باب فى الصيام، جلد:3، صفحہ:299، حدیث:3591۔