Book Name:Teen Dost
اوګوره! ځلمي قبر ته سر ورښکارہ کړو. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ترینه پوښتنه اوکړه: څه درته ښکاري؟ اوئې وئيل: يو تنګ او تيارۀ کور دے، چې نۀ پکښې خوراک شته، نه اوبه، نه بال بچ مګر زما په دې دنيائي کور کښې خوراک هم شته، اوبه هم شته، کور والا هم دي. حضرت عثمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: تا رښتيا اووئيل: په الله پاک مې دې قسم وي! که نن تۀ واپس خپل دنيائي کور ته لاړ هم شې بيا به هم يوه ورځ تۀ دې تنګ او تيارۀ کور ته راځې (لہٰذا بهتره دا ده چې د دې کور د پاره د اوس نه تياري اوکړې!). ([1])
په دې دُنيا کښې داسې اوسيږه لکه مُسافر...!!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا سوچ هيڅکله مه کوئ! چې اوس لا ډير وخت پاتې دے، اوس خو لا زه ځلمے يم، بيا به بوډا کيږم، د هغې نه پس به مې چرته د مرګ نمبر راځي...!! دا صرف يوه دهوکه ده، يو خوب دے، کوم چې به پوره کيږي هم او که نه، مونږ ته دا پته نشته. لہٰذا عقلمند هغه دے څوک چې هر وخت د مرګ د پاره تيار اوسي. صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه ورځ زه (د اوګې نه) اُونيولم او اوئې فرمائيل: اے عبد الله بن عمر! په دنيا کښې داسې اوسيږه لکه چې نا اشنا يـې يا داسې لکه تۀ چې مسافر يـې او خپل ځان په مړو کښې شميره...!! حضرت مُجَاهِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ما ته اوفرمائيل: اے مُجاهده! چې سحر کړې نو د ماښام په باره کښې سوچ مه کوه! او چې ماښام کړې نو د سحر په باره کښې سوچ مه کوه! اے د الله بنده! بے شکه تا ته پته نشته چې سبا به ستا نوم څه وي؟ (يعنې تۀ به په